IQNA

د قاید اعظم  پر فرمانونوپه عمل سره هیواد پیاوړی کیدلی شي

16:37 - December 25, 2022
د خبر لمبر: 3486653
ایکنا-(تهران)د ایکناخبری آژانس درست کارکونکي هم دپاکستان د بنسټګر خدای بخښلي قاید اعظم محمدعلی جناح د نیکمرغه زوکړې په مناسبت درستو پاکستانیانو ته دزړه له کومې مبارکي وائي.

ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د پاکستان د بنسټګر خداي بخښلي قاید اعظم محمد علی جناح د زوکړې د کلیزې په مناسبت  د پاکستان  ولسشر عارف علوي او لومړي وزیر شهباز شریف او دغه راز نورو لوړپوړو چارواکو قاید اعظم  د هلوځلو په ستایلو او قدرونې سره  وئيلی دي ،د قایداعظم په فرمانونو باندې په عمل سره  د هیواد دپیاوړتیا چارې پر مخ بیوللی شي، ټولو هیوادوالو ته پکار ده د خپل  رهبر  پر آئيډیاؤ عمل وکړو او  خپل داخلی اختلافاتو ته پر ملی ګټو او  او خوندیتوب لومړیتوب ورنه کړو.

دوي پخپلو پيغامونو کې وئيلي دي ،دخداي بخښلی قاید اعظم پر فرمانونو باندې په عمل سره یعني په اتحاد،ایمان او نظر اوضبط باندې په عمل کولو سره  خوشالي او ترقي سفرونه لاآسانولی شو.

د پاکستان ولسمشر او لومړي وزیر ژمنه کړې چې پر موقعې په سمو فیصلو سره  او د خپل رهبر په فرمایشاتو باندې په عمل سره  هیواد لاپیاوړی او  په هر ډګر کې وده  کولی او په ملت کې هم یووالی او اتحاد رامینځة کیدلی شي.

د ایکناخبری آژانس درست کارکونکي هم د قاید اعظم محمد علی جناح د نیکمرغه زوکړې په مناسبت درستو پاکستانیانو ته دزړه له کومې مبارکي وائي.

https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i125302

captcha